
افغانستان نیوز۲۴: د تورخم لويه لار به نن د بشري حقونو له مخې پرانیستل شي، سوداګریزه لاره د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي له امله له تیرو ۵۰ ورځو راهیسې تړل شوې ده.
د راپور له مخې، د تورخم لويه لار به نن د بشري حقونو له مخې پرانیستل شي، د تورخم سوداګریزه لاره له تیرو ۵۰ ورځو راهیسې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده.
د راپور له مخې، د يادې لارې د تړلو له امله، دواړو خواوو ته د بار وړونکو موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي، موټر چلوونکي او د لاریو مالکان له ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزير مرستيال اسحاق ډار بېګا اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د لومړي وزير او پوځ مشر سره د سلا مشورې وروسته به د افغانستان سره تړلې لارې پرانيزي.
بله خوا بیا تردې دمه د افغانستان اوسني حکومت يادو څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.
د سرچینو په وینا، پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، میوې او سبزیجات صادروي، پداسې حال کې چې د ډبرو سکاره، وچې او تازه میوې له افغانستان څخه واردیږي
