کورافغانستاند پاکستان د پخواني ملي لوبغاړي محمد ریاض کورنۍ د ایستلو له...

د پاکستان د پخواني ملي لوبغاړي محمد ریاض کورنۍ د ایستلو له ګواښ سره مخ ده

افغانستان نيوز۲۴: سرچینې وایي، د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ اړوند د فوټبال پېژندل شوی لوبغاړی میرویس (میرو) د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او د افغانستان ته د جبري ستنولو له بهیر سره مخ دی.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان نیوز۲۴ ته ویلي چې میرویس دا مهال په بند کې ساتل کېږي او د ایستلو چارې یې روانې دي.

د سرچینې په وینا، د میرویس ورور محمد ریاض هم د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی پاتې شوی او د کلونو لپاره یې د یاد هېواد استازیتوب کړی دی. کورنۍ ادعا کوي چې له محمد ریاض څخه هم غوښتل شوي څو افغانستان ته ستون شي.

د کورنۍ دغه غړي ویلي: “کله چې پاکستان زموږ د کورنۍ له لوبغاړو ګټه اخیستله، هر څه سم وو، خو اوس چې اړتیا ورته نه لري، زموږ پر وړاندې د ایستلو او فشارونو لړۍ پیل شوې ده.”

تر اوسه پاکستاني چارواکو د یادو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو دا پېښه داسې مهال راپورته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو او افغان الاصله کسانو د ایستلو بهیر پراخ شوی دی.

افغانستان نیوز۲۴ هڅه کوي د موضوع په اړه د پاکستاني چارواکو دریځ هم ترلاسه کړي او د نوو معلوماتو په ترلاسه کېدو سره به خبر تازه شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې