
فغانستان نيوز۲۴: د جرمني په فرانکفورټ ښار کې سلګونو افغانانو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو پر ضد سولهییز لاریون وکړ او د هغو ملکي قربانیانو لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه چې د لاریونوالو په وینا، په دغو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
لاریونوالو د قربانیانو انځورونه او بېلابېل پلاکارډونه له ځان سره لېږدول چې پر ځینو یې لیکل شوي وو: «موږ د قربانیانو لپاره عدالت غواړو» او «پاکستان باید د خپلو کړنو حساب ورکړي.»
د لاریون ګډونوالو وویل چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو، مرګژوبله باید له پامه ونه غورځول شي.
هغوی له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د یادو بریدونو په اړه بېطرفه څېړنه وکړي، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وکړي او د نړیوالو قوانینو له مخې د هر ډول سرغړونو د حساب ورکولو زمینه برابره کړي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د یاد لاریون او د لاریونوالو د غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.
