
افغانستان نيوز۲۴: د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت چارواکو د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري او مل پلاوي سره په کتنه کې له هغوی غوښتي څو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې وزارت د منځني ختیځ او افریقا د چارو مشر توشیهیده آندو، چې د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړی استازی هم دی، د سهشنبې په ورځ د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د ط_llبانو له استازو سره لیدلي دي.
د اعلامیې له مخې نوموړي له طالبانو غوښتي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغان ولس غږ ته انعکاس ورکړي او هغوی ته اساسي حقوق ورکړي.دا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته جاپان ته د دې ډلې د غړو لومړی رسمي سفر دی.