
افغانستان نيوز۲۴: يونسکو په ۱۹۹۹ کال کې د ژبنۍ او کلتوري رنګارنګۍ په ملاتړ دغه ورځ د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په توګه نومولې او په رسميت پیژندلې ده.
د راپورونو له مخې، همدا اوس د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ډېری ماشومان پخپله مورنۍ ژبه له زده کړو محروم دي.
یوناما له خوا خپرو شویو مالوماتو په اساس په ټوله نړۍ کې ۷۰۰۰ ژبې ویل کیږي – خو یوازې ۳۵۱ ژبې د تعلیم لپاره کارول کیږي.
يوناما زياته کړې په ملیونونو زده کونکو ته په داسې ژبه تدریس کېږي چې دوی پرې نه پوهیږي.
مورنۍ ژبه زده کړې د هر زده کوونکي حق دی.