کورافغانستاند روسیې سترې محکمې طالبان له ترهګرو ډلو له تور لېست څخه...

د روسیې سترې محکمې طالبان له ترهګرو ډلو له تور لېست څخه وایستل

افغانستان نيوز: د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د طl_lب ان_و نوم له هغو ډلو څخه لرې کړي چې د ترهګرو په توګه پېژندل شوي.

د روسیې دولتي ټلوېزیون (ار. بي.  راپور ورکړی چې دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا شوې، او د طl_lب ان_و یو استازی هم پکې ګډون کړی و، خو د هغه نوم تر اوسه نه‌دی افشا شوی.

یاده پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو د غوښتنې له مخې شوې، چې د طl_lب ان_و پر فعالیتونو د بندیز موقتي تعلیق یې وړاندیز کړی و.

د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې، قاضي اولېګ نېفېدوف وویل: «د طl_lب ان_و تحریک دې له ترهګرو ډلو سره د تړلو سازمانونو له فدرالي لېست څخه وایستل شي، او پر فعالیتونو یې بندیز دې وځنډول شي.»

قاضي زیاته کړه چې دغه پرېکړه باید سمدستي پلي شي. تمه کېږي چې له دې پرېکړې سره به طl_lب ان له تور لېست څخه په رسمي ډول وویستل شي.

پر طالبانو دا بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و، کله چې روسیې دوی له ۱۴ نورو ډلو سره یو ځای د ترهګرو سازمانونو په فدرالي لېست کې شامل کړل.

د طl_lب ان_و او مسکو اړیکې له هغه وروسته پراخې شوې، چې دوی په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې