کورافغانستانهند افغانانو ته يو ځل بيا وېزې ورکول پيل کړل

هند افغانانو ته يو ځل بيا وېزې ورکول پيل کړل

افغانستان نيوز۲۴: د هند هندي ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې هند د څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ويزو د ورکړې بهير پيل کړی دی.

له دې وروسته افغانان په ځانګړې توګه هنرمندان، سوداګر، ناروغان، او زده کوونکي کولای شي چې د يو انلاين فورم له لارې د هند ويزه ترلاسه کړي.

د اففانستان د جمهوري دولت تر سقوط وروسته هند افغانانو ته د ويزو ورکولو بهير بند کړ چې ور سره افغانان په ځانګړې توګه زده کوونکي د سختو مشکلاتو سره مخ شول.

د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر هماغه وخت ويلي وو چې پوهېږي د هند د ويزو بندېدو سره افغانان په مشکلاتو کې ګير شول، خو د دوی مجبوري دا ده چې نه پوهېږي پر مېز ورته د يو اصلي افغان پاسپورټ پروت دی او که په جعل سره پاکستانی غواړي د افغان په نوم هند ته داخل شي.

هند وروسته له هغه دا ګام اخلي چې تېره اوونۍ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير جې شنکر د طlLب.انو د بهرنيو چارو وزير lمير خlن متق.ي سره د اړيکو رغولو په موخه ټليفوني خبرې وکړې.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې