کورافغانستانیونېسف، افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي

یونېسف، افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي

افغانستان نيوز۲۴: يونېسف له خوا په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانيو نشتوالی، د پاکو اوبو کمښت، د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او د مسلکي ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت ښوونځیو ته د تګ پر وړاندې مهم خنډونه دي.

په راپور کې زیاته شوې، د ډېرو ماشومانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له همدې امله ماشومان اړ کېږي؛ څو ښوونځي ته د تګ پر ځای خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو هم سخت بندیزونه لګولي او له همدې امله ډېری ماشومان هر کال له زده‌کړو پاتې کېږي.

که څه هم د اسلامي هېوادونو په ګډون لوېدیځو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي؛ خو د یادې ډلې سختدریځي مشر ملا هبت الله دغو غوښتنو ته هېڅ ډول پام نه دی کړی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې