کورافغانستانمير يار بلوچ: بلوچستان جمهوریت په رسمیت پېژندل د کابل او بلوچستان...

مير يار بلوچ: بلوچستان جمهوریت په رسمیت پېژندل د کابل او بلوچستان د دواړو د امنیت او ثبات تضمین دی

افغانستان نيوز۲۴: بلوڅ فعال او سیاستوال میر یار بلوچ ویلي چې د بلوچستان د خپلواک دولت په رسمیت پېژندل به د افغانستان او بلوچستان د امنیت او ثبات لپاره مهم ګام وي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې بلوچستان د تاریخي او جغرافیایي پلوه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او د سیمې اوسني سیاسي جوړښتونه د تاریخي بدلونونو او استعماري پریکړو پایله بولي.

میر یار بلوچ همدارنګه له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د بلوچستان جمهوریت د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني او د دواړو خواوو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره د سفارتخانو د پرانیستلو امکانات وڅېړي.

هغه باور څرګند کړی چې د افغانستان او بلوچستان ترمنځ مستقیمې اړیکې به د سوداګرۍ، سیمه‌ییزې همکارۍ او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې بلوچستان اوس مهال د پاکستان برخه ګڼل کېږي او د نړیوالې ټولنې له خوا د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو ځینې بلوڅ سیاسي فعالان او ډلې د خپلواکۍ غوښتنې مطرح کوي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې