
افغانستان نيوز۲۴: د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست د اوبو د دقیق مدیریت په هدف په ۸ مهمو مشاهداتي څاه ګانو کې یو نوی او اتومات سیستم فعاله کړ. دا سیستم، چې “دیتالوګر” نومېږي کولی شي د ځمکې لاندې د اوبو سطحه او نور اړوند ارقام په اتومات ډول ثبت او اندازه کړي.
یاد سیستم د تخنیکي ټیم له خوا نصب شوی او ورسره د څاه ګانو د حفظ او مراقبت لپاره ځانګړي بکسونه هم ځای پر ځای شوي دي، ترڅو د تجهیزاتو د تخریب او خرابۍ مخنیوی وشي.
دا نوښت به د اوبو د منابعو د ساینسي څېړنو، دقیق پلان جوړونې او د اوبو د کمښت په وړاندې د چټکو پریکړو لپاره مهم معلومات برابر کړي.
دیتالوګر سیسټم له نوې ټکنالوژۍ سره سمبال دی او له انساني مداخلې پرته، د وخت په تېرېدو سره منظم معلومات ثبتوي، چې دا به د اوبو د مدیریت په برخه کې د شفافیت او موثریت یوه نوې مرحله وي.
