کورافغانستاند افغان حاجيانو د بېرته راګرځېدو لړۍ نن پيلېږي

د افغان حاجيانو د بېرته راګرځېدو لړۍ نن پيلېږي

افغانستان نيوز۲۴: د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي، چې د حج مناسکو تر بشپړېدو وروسته به، نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۱مه) له مکې مکرمې د افغان حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ پیل او لومړنۍ الوتنه به هم د سعودي عربستان له جدې ښار کابل ته ترسره شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې افغان حاجیان د طواف الوداع تر ادا کولو وروسته، له مکې مکرمې جدې ښار ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه به د چمتو شوي پلان له مخې، هېواد ته را ولېږدول شي.

د ویلو ده، چې سږ کال د حج فریضې ادا کولو په موخه ۳۰ زره افغان حاجیان مدینې منورې ته تللي وو.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې