
افغانستان نيوز۲۴: د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي پر ايران د اسراییلو برید جنایت ياد کړ او ټینګار یې وکړ چې د ایران نظامي ځواک به سخت غچ واخلي.
نوموړي د خپلو لوړپوړو قومندانانو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، ډېر ژر به یې پر ځای نور کسان وټاکي.
خامنهیي زیاته کړې: «اسراییلو په دغه کار سره ځان ته تریخ او دردناکه برخلیک غوره کړ او هرومرو به یې ترلاسه کړي.»
د ایران مذهبي مشر ایرانیانو ته هم ډاډ ورکړی چې اندېښمن نهشي.
اسراییلو نن سهار وختي پر ایران هوایي بریدونه وکړل او د راپورونو له مخې، یوشمېر لوړپوړي نظامي او سیاسي چارواکي یې په نښه کړي دي.
تر اوسه د سپاه پاسداران د عمومي قومندان حسین سلامي په ګډون پنځه لوړپوړي ایراني چارواکي وژل شوي دي.
