
افغانستان نيوز۲۴: د اسرائیلو په ګڼو بريدونو کې ایراني مهم پوځي قوماندانان او لوړپوړی ساینس پوه وژل شوی دی.
د ایران د دولتي رسنیو په وینا، د اسراییلو بریدونو د انقلابي ګاردانو د مرکزي دفتر په ګډون مهم تاسیسات په نښه کړي او د انقلابي ګاردانو مشر جنرال سلامي په ګډون د قدس ځواک د لوړپوړي قوماندان اسماعیل قاآني، د اټومي پروګرام مشر او د ستر رهبر د لوړپوړي سلاکار علي شمخاني وژل شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو دا هم راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ سازمان پخوانی مشر فریدون عباسي هم په برید کې وژل شوی.
ورته ډول د اټومي ساینس پوهانو ډاکټر تهرانچي او ډاکټر فریدون عباسي د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي او د ایران د پوځ مشر هم په نښه شوی دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي دي چې اسراییل او متحده ایالات به د دې بریدونو لپاره درنه بیه ورکړي.
د ایران د پوځ ویاند تایید کړې چې د اسراییلو په برید کې څو ایراني قوماندانان وژل شوي دي، اسراییل به یې درنه بیه ورکړي، موږ باید د قوي غبرګون تمه ولرو. د لویې کچې غچ اخیستنې لپاره چمتو یو.
