
افغانستان نيوز۲۴: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د روان کړکېچ یوازینۍ حل لاره دا ده چې اسراییل پرته له کوم قید او شرطه خپل بریدونه ودروي. هغه د (غبرګولي ۳۰مه) د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، که دغه بریدونه ونه درېږي؛ نو دوی به لا نور سخت ځوابونه ورکړي.
نوموړي وویل: «موږ تل د سولې او ارامۍ پلویان پاتې شوي یو؛ خو په اوسنيو شرایطو کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوازینۍ لاره د اسراییل د بریدونو بېقید او شرطه بندول دي»
مسعود پزشکیان ټینګار وکړ: «که دغه بریدونه ونه درېږي، زموږ ځوابونه به لا سخت او پښېمانوونکي وي».
