کورافغانستانامیر خان متقي استانبول کې خپل ترکي سیال سره ولیدل

امیر خان متقي استانبول کې خپل ترکي سیال سره ولیدل

افغانستان نيوز۲۴: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د جون په ۲۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دواړو خواو په دې ناسته کې دافغانستان او ترکيې پر دوو اړخيزو اړيکو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې کړې دي.

متقي په دې کتنه کې ویلي دي چې ترکيه د طالبانو په بهرني سياست کې ځانگړی ځای لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د کچې له لوړیدو سره بايد دوه اړخيزې همکارۍ لا زياتې شي.

د اعلامیې له مخې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم له افغانستان سره د ترکيې اړیکې مهمې وبللې او گڼو برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينگار وکړ.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې