
افغانستان نيوز۲۴: ان بي سي شبکې نن سه شنبه سرطان ٣ راپور ورکړی چې ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه وکړه چې “په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.”
د راپور پر اساس، ټرمپ تمه ښوولې چې اوربند “د تل لپاره” دوام وکړي.
دا داسې مهال دی چې ایران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په غبرګون کې، تېره شپه قطر کې د امریکا په العدید هوایي اډې د توغندیو برید وکړ.
ټرمپ د ایران دغه ځوابي برید “ډیر کمزوری” وباله او وې ویل، له ١٤ توغندیو ١٣ یې شنډ کړل.
د اسراییل او ایران مشرانو تر اوسه د ټرمپ د اوربند اعلان په اړه څه نه دي ویلي.
بله خوا بيا د ایران بهرنيو چارو وزیر ويلي چې د په اسرائيلو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
