
افغانستان نيوز ۲۴: د بلخ امنيه قومنداني پېښو ته د رسېدني او اور وژني مديريت په خپل کلني راپور کې ويلي، دغه ولايت کې تېر کال مزارشريف ښار او حيرتان بندر کې ۱۳۵ د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې دي.
دغه کلنی راپور چې تېره ورځ « پنجشنبه، چنګاښ، ۵مه» خپور شوی، پکې راغلي چې دغو اورلګېدنو څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ زيان اړولی او د ۱۵۳ ميليونه شپږ لکه شل زره افغانيو په اندازه توکي اور کې له سوځېدو څخه ژغورل شوي دي.
د بلخ پېښو ته د رسېدنې او اور وژنې مدير ملا احمد خالد خالد وايي، د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې د اور وژنې د مرکزي مديريت ترڅنګ، پنځه نور مرکزونه د مسلکي پرسونل په درلودلو سره ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي.
نوموړي زياته کړې چې د اطفايې د زنګ اورېدو په صورت کې ژر اطفايې موټر ته لاره پرېږدي، څو د اور وژنې پرسونل د پېښې ځای ته پر وخت ورسېږي او د ډېرو زيانونو مخه ونيسي.
د بلخ امنيه قومنداني هم ويلي، که چېرې مو چیرته د اورلګېدنې پېښه وليده نو د خپل انساني مسوليت لهمخې د ۱۰۱ فعالې شمېرې سره په اړيکه کې شئ.
