کورافغانستاند ۱۴۰۴ کال په غويي مياشت کې د ۱۰۲٫۷میلیون ډالرو په ارزښت...

د ۱۴۰۴ کال په غويي مياشت کې د ۱۰۲٫۷میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

افغانستان نيوز۲۴: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د غويي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۲٫۷ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۲۴۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په وري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۸۵٫۷ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې د صادراتو ارزښت دروان کال د وري میاشتې په پرتله ۱۷ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۸۴۲٫۸ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۴ کال په غويي مياشت کې د ۴۰۱٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې