کورافغانستانناروې افغانستان ته راستنه شوو افغانانو سره يو ميليون ډالره مرسته اعلان...

ناروې افغانستان ته راستنه شوو افغانانو سره يو ميليون ډالره مرسته اعلان کړه

افغانستان نيوز۲۴: دې وروستیو کې له ګاونډي هیوادونو د افغانانو د بیرته راستنېدو لړۍ په زیاتوالي سره، د ناروې دولت ویلي چې د بیرته راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره یې ۱۰ میلیون نارویژي کرون چې یو نژدې میلیون امریکايي ډالر کیږي، افغانستان سره مرستې لپاره ځانګړي کړي.

د ناروې بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، دغه مرسته له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو کچې زياتېدو په ځواب کې ترسره کیږي.

دغه لس میلیون نارویژي کرون د دغه هېواد له بېړنۍ بشري بودیجې څخه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ته ځانګړي شوي، ترڅو د بیرته راستنېدونکو لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې ولګول شي.

د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جبري ستنولو لړۍ په چټکه کېدو سره، افغانستان کې لومړنۍ اړتیاووې مخ په زیاتېدو دي او دغه هېواد روان وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره دغه بودیجه ځانګړې کړې ده.

دغه مرسته داسې مهال کیږي چې په ۲۰۲۵ کال له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د راستنېدو بهیر چټک شوی، ان تر دې چې په دوو ورځو کې له ایرانه شاوخوا ۶۰ زره افغانان هېواد ته راګرځول شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې