کورافغانستانپه افغانستان کې شدیدې وچکالۍ؛ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې...

په افغانستان کې شدیدې وچکالۍ؛ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره له اغېزمنو ټولنو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې

افغانستان نیوز۲۴: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې په شمال، شمال‌ختیځ او شمال‌لوېدیځو سیمو کې سختې وچکالۍ روانې دي، او دغه وضعیت اوس د هېواد نورو برخو ته هم پراخېږي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د للمي کروندې ډېر محصولات له منځه تللي، او د څارويو تلفات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

د وچکالۍ له امله اغېزمنو کلیوالو ټولنو ته بېړنۍ مرستې، په ځانګړي ډول نغدي ملاتړ او د څارویو د ساتنې لپاره عاجلو خدماتو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د وچکالۍ له ناوړو پایلو اندېښنه څرګندوي او وايي چې چمتو ده خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو له افغان وګړو سره د روان وضعیت په مقابل کې مرسته وکړي.

یاده دې وي چې افغانستان په تېرو کلونو کې څو ځل له سختو وچکالیو سره مخ شوی، چې د میلیونونو کسانو پر خوراکي خوندیتوب یې ژور منفي اغېز کړی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې