کورافغانستانسمنگان له سختې وچکالۍ سره مخ؛ FAO د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

سمنگان له سختې وچکالۍ سره مخ؛ FAO د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

افغانستان نیوز۲۴: په افغانستان، په ځانګړي ډول په سمنگان ولایت کې، پرله‌پسې وچکالیو د کرنیزو حاصلاتو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او د کلیوالو کورنیو معیشت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) ویلي چې له زیانمنو شویو کروندګرو سره حیاتي مرستې روانې دي؛ خو ټینګار کوي چې د دغو مرستو د پراخولو او د راتلونکو احتمالي بحرانونو د مخنیوي لپاره لا زیاتو مالي منابعو ته اړتیا ده.

یاد نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د کرنې له سکتور سره خپله مرسته زیاته کړي، تر څو اغېزمنې کورنۍ وکولای شي له دې سخت پړاو څخه ځان وباسي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې