کورافغانستانملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: طالبان په هیڅ ډول د افغانستان...

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: طالبان په هیڅ ډول د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي

افغانستان نيوز۲۴: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق نن په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه ځانګړې جوړې شوې غونډې ته وويل چې هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټولو برخو کې شاته پاتې دی. هغه د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل، چې د افغانستان لپاره یو استازی وټاکي څو د ټولو خواوو ترمنځ د خبرو پروسه اسانه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي وویل: «موږ یو حساب ورکوونکي حکومت ته اړتیا لرو چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو هیلې منعکس کړي.»

هغه همدا ډول يادونه وکړه، چې طالبان په هیڅ ډول د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.
هغه وویل چې سرمنشي باید د افغانستان لپاره یو استازی وټاکي څو په هېواد کې د ټولو خواوو ترمنځ د خبرو اترو پروسه اسانه کړي.
ناصر احمد فایق وویل« چې طالبانو د افغانانو مشروع غوښتنې رد کړې دي.»

هغې دا هم وویل، چې په افغانستان کې تبعیض په بنسټیز ډول رامینځته شوی او امربالمعروف وزارت له خوا جوړ شوی قانون د پوهنتونونو تړلو او په ادارو کې د ښځو د کار کولو څخه منع کولو قوانین یې څرګندې بیلګې دي.
فایق له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري شړلو ته هم اشاره وکړه او له ایران او پاکستان څخه یې وغوښتل چې دې مسالې ته پاملرنه وکړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې