کورافغانستاند افغانستان استازیتوب په نړیوال کنګرې کې؛ د اوسپنې پټلۍ معین چین...

د افغانستان استازیتوب په نړیوال کنګرې کې؛ د اوسپنې پټلۍ معین چین ته سفر وکړ

افغانستان نیوز۲۴: د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، له خپل مل پلاوي سره یو ځای د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) د ۱۲م کنګرې د ګډون په موخه چین ته سفر وکړ.

یاده نړیواله ناسته سږکال د چین په کوربتوب په درېیو برخو (عمومي جلسات، ګردي مېزونه او کاري ناستې) تنظیم شوې، چې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه دولتي لوړپوړي چارواکي، متخصصین، څېړونکي او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو استازي پکې برخه لري.

د غونډې ګډونوال به د اوسپنې پټلۍ د صنعت د ودې، د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختیا، نوښتونو، ظرفیت لوړونې، پانګوالو جذب، او د لوړ سرعت رېل پټلۍ د پرمختګونو په برخو کې بحثونه وکړي. همداراز، نوې پرمختللې ټکنالوژۍ به نندارې ته وړاندې شي او د رېل صنعت لپاره به یو روښانه راتلونکی ترسیم شي.

یاده ناسته د سیمې او نړۍ د اوسپنې پټلۍ د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ او نظرونو د تبادلې لپاره یو ارزښتناک نړیوال پلتفورم ګڼل کېږي.

افغانستان د ۲۰۱۳م کال د دسمبر په ۱۲مه د UIC رسمي غړیتوب ترلاسه کړی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې