
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د قرغیزستان او ازبیکستان هېوادونو ګډو پانګوالو صدف انرژۍ کپمنۍ مسئول علي شیر سره د برېښنا تولید او برېښنا تخنیکي انجنیرانو ظرفیت لوړونې برخو کې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک کړو.
ډاکټر عمر د هوکړه لیک لاسلیک پر مهال د یادې کمپنۍ مسئول علي شیر ته ډاډ ورکړو چې افغانستان کې اوس د برېښنا تولید پروژو پانګونې برخو کې هر ډول شرایط آسانه شوي او دوی په بشپړه ډاډمنه توګه پانګونې کولای شي.
د افغانستان برېښنا شرکت له دې وړاندې د ترکیې، چک سلواکیا هېوادونو په ګډون ګڼو نړیوالو کمپنیو سره د برېښنا تولید او ظرفیت لوړونې برخو کې د پانګونې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې دا مهال یې پر یو شمېر پراختیايي پروژو عملي کار هم په چټکۍ روان دی.
