کورافغانستاند ملي شاعر مطیع‌الله تراب جنازه د زرګونو خلکو په ګډون ادا...

د ملي شاعر مطیع‌الله تراب جنازه د زرګونو خلکو په ګډون ادا شوه

افغانستان نیوز۲۴: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې، د شهید معلم اول‌ګل په لوبغالي کې د هېواد ملي، حماسي او نومیالي شاعر مرحوم مطیع‌الله تراب د جنازې لمونځ د لوړپوړو چارواکو، شاعرانو، فرهنګيانو، د ننګرهار او نورو ولایتونو زرګونو هېوادوالو په حضور کې ادا شو.

مرحوم مطیع‌الله تراب چې د خپلو ژورو، احساس‌ناکو او ملي شعرونو له لارې یې پراخ شهرت موندلی و، تېره شپه په خوست ولایت کې د زړه د ناڅاپي درېدنې له امله د ۵۴ کلونو په عمر وفات شو.

نوموړی په ۱۳۵۰ هـ ش کال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په کوز بهار سیمه کې زېږېدلی و، خو د خپل ژوند ډېره برخه یې له خپلې کورنۍ سره په خوست ولایت کې تېره کړې وه.

ټاکل شوې ده چې د نوموړي مړی به نن مازدیګر ناوخته د خوږیاڼو ولسوالۍ په کوز بهار سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې