
افغانستان نیوز۲۴: د آلمان نوي حکومت، چې د فریدریش مرتس په مشرۍ دی، ۸۱ افغان کډوال کابل ته واستول.
دا کسان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، تاوتریخوالي او د نشهیي توکو د قاچاق په تور محکوم شوي وو.
دغه افغانان د جولای په ۱۸مه نېټه له لایپزیګ هوایي ډګر څخه د قطر ایروېز په الوتکه کې کابل ته انتقال شول.
راپورونه وایي چې د لایپزیګ هوایي ډګر شاوخوا سیمې د احتمالي اعتراضونو د مخنیوي لپاره کلابند شوې وې.
دغه اقدام د پناه غوښتونکو د حقونو فعالانو له خوا سخت وغندل شو.
دوی خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دې کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
د رسنیو په وینا، اوس مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان کډوال په آلمان کې ژوند کوي، چې ډېری یې د دې هېواد پرېښودلو ته اړ دي.
