کورافغانستاند کورنیو چارو وزارت: په میدان وردګو کې د پولیسو ۴۲۰ منسوبین...

د کورنیو چارو وزارت: په میدان وردګو کې د پولیسو ۴۲۰ منسوبین فارغ شول

افغانستان نیوز۲۴: د میدان وردګو ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۴۲۰ تنه د پولیسو منسوبین له مسلکي او شرعي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.

د فراغت ځانګړې غونډه د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال مولوي رحمت‌الله نجیب، د پولیسو د ښوونې او روزنې لوی قوماندان الحاج پاسوال قاري روح‌الله عبیده، او د یاد وزارت د یو شمېر نورو چارواکو په ګډون ترسره شوه.

چارواکو ټینګار وکړ چې د قانون پلي کوونکي باید د ولس د اعتماد وړ او د ټولنې د امنیت ریښتیني ساتونکي وي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې