کورافغانستانملي پارک تر عنوان لاندې دودیزه مشاعره سبا په نورستان کې ترسره...

ملي پارک تر عنوان لاندې دودیزه مشاعره سبا په نورستان کې ترسره کېږي

افغانستان نیوز۲۴: د نورستان ولایت د مرستیال والي، فیصل مختار سره د ملي پارک تر عنوان لاندې د جوړېدونکې مشاعرې د کمېټې غړو لیدنه وکړه.

دا ناسته د ملي راډیو تلویزیون آمر محمد اسلم باداريوال او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر فضل‌الحق خالقیار د کمېټې په استازیتوب ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده دا دودیزه مشاعره سبا یکشنبه د ماسپښین له دوو بجو څخه د ملي پارک په سیمه کې ترسره کیږي.

د دې مشاعرې هدف د ادبي او فرهنګي ارزښتونو ژوندي ساتل، د شاعرانو تر منځ پیوستون او د ژبې و ادب خدمت بلل شوی.

د کمېټې د غړو په وینا، د مشاعرې لپاره ځای ټاکل شوی، خو د مالي امکاناتو، تنظیم او ترتیب په برخو کې د ولایتي ادارې همکارۍ ته اړتیا ده.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې