
.
افغانستان نیوز۲۴:په د طالبانو کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغې ناسته کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، ارشد معیین مولوي محمد ابراهيم صدر، له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستیال مولوي سیدالله حماس او يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون درلود.
د طالبانو کورنيو چارو وزير د پاکستان د کورنيو چارو وزير په مشرۍ راغلي پلاوي ته هرکلی ووايهٔ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په مساعدولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل. خليفه صاحب د ستونزو د حل کيلي اعتماد و باله او زياته کړه چې هر مشکل د باور د فضاء په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.
حقاني له افغان مهاجرینو او بندیانو سره د ښه چلند او اړينو آسانتياوو په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.
هغه زیاته کړه: موږ دوه مسلمان ګاونډي ملکونه یو چې ډېر نور مشترکات لرو؛ زموږ د ښه تعامل د بنیاد لپاره ډېر دلایل لرو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د امنيت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخيزه همکاري اړينه و بلله او په دې ساحو کې يې د ګډو همکاريو د پياوړتيا ژمنه وکړه.
محسن نقوي زياته کړه چې سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې آسانتياوې رامنځته کړي او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو په حل کې به په مشترکه توګه کار کوي.
