
افغانستان نیوز۲۴: محمد اشرف غني، د افغانستان پخواني ولسمشر، ویلي چې هېواد په یو ډېر حساس تاریخي پړاو کې قرار لري او د مهمو انتخابونو دوه لارې یې د ولس وړاندې پرانیستې دي؛ هغه انتخابونه چې له ستر ګواښونو سره یو ځای د مهمو فرصتونو څرک هم ورسره لګېدلی شي.
غني وایي، افغانستان د هیلو او نا امیدیو، د باورونو او بېباوریو، او د سمې لارې او خطا تر منځ د سختو بحثونو او انتخابونو په تله کې ولاړ دی.
د نوموړي په وینا، په دې شرایطو کې ولس د یو فوري، ملي او بنیادي بحث غوښتنه کوي؛ داسې بحث چې د ملي ګټو حدود روښانه او د هغې پر سر د یوې ګډې اجماع زمینه برابره کړي.
د پخواني ولسمشر په وینا، د هېواد د سیاسي او ټولنیزو قشرونو صادقانه مکالمه کولای شي افغانستان له روانو ستونزو وباسي او ملت د یوې امنې، ملي او هوښیارې لارې پر لور رهبري کړي.
