کورنړۍد بښنې نړیوال سازمان د پاکستان غوښتي، هغه خلک محاکمه کړئ چې...

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان غوښتي، هغه خلک محاکمه کړئ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي يې ورک کړي

افغانستان نیوز۲۴: د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ورک شویو غړو په اړه دې شفافې پلټنې پیل او عاملینو په وړاندې دې اقدام وشي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو د جبري ترې تم کېدو ته سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جبري نیونو او ورکېدلو دا ډول پېښور ته د پای ټکی کېښودل شي.

یاد سازمان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورالله ترین، حنیف پشتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر د نوامبر په ۱۲ نېټه ورک شوي او تر اوسه یې د ځای ځایګې په اړه هېڅ مالومات نشته.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د جبري ورکېدو عمل پای ته ورسوي او د ورک شویو فعالانو ځای پیدا او خوندې ستنول دې یقیني کړي.

همدارنګه یاد سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړي، چې ژر تر ژره دې د ورک شویو کسانو د موندلو په اړه پلټنې پیل او په دغه ډول قضیو کې لاس لرونکي کسان دې محاکمه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځیني غړو د پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا نه ورکولو وروسته د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون وکړ او د جرګې له صالون څخه تر وتلو وروسته د مخ پټو کسانو له خوا وتښتول شول.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې