
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په خپل اېکس خبر ورکړی چې تر۲۰۳۰ م کال پورې به افغانستان د ) AWC) په نوم د پرمختللو وسلو شرکت جوړ کړي.
الکوزي يادونه کړې چې دغه شرکت «موخه یې د یوې بشپړ خپلواک دفاعي هیواد په توګه د پرمختللو وسلو، توغندیو، ډرونونو او راتلونکي نسل کوچنیو وسلو ډیزاین او تولید وړتیا لري. د راتلونکو لسو کلونو لپاره د ۱۸۰ ملیارد ډالرو څخه ډیر اټکل شوي پانګونې سره، چې په لویه کچه د اوږدمهاله سرچینو، قراردادونو او ستراتیژیکو ملګرتیاو له لارې به تمویل کیږي.»
بله خوا بيا تردې دمه د افغانستان اوسني دفاع وزارت د ياد شرکت جوړېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
