کورنړۍپاکستان بهرنیو چارو وزير: افغانستان سره خپلې ستونزې د زور لارې حل...

پاکستان بهرنیو چارو وزير: افغانستان سره خپلې ستونزې د زور لارې حل کولی شو

افغانستان نیوز۲۴: پاکستان بهرنیو چارو وزير په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال ويلي چې، د افغانستان مسله په زور حل کولی شو خو نه غواړو چې د خپل ورور کور ته ننوځو او هغه ووژنو.

که موږ هند ته درس ورکړ، نو دا په هیڅ ډول ستونزه نه وه. افغان طالبانو ته ویل شوي وو چې که دوی د ترهګرۍ ستونزه حل نه کړي، نو دا به د دوی لپاره هم ستونزه شي.

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په خپلو خبرو کې زياته کړې چې افغان طالبان باید په خپله پالیسي بیا غور وکړي.

نوموړي زياته کړې چې د افغان طالبانو نیمایي سوله خوښونکی دي او نیمایي د دوی پر ضد دي.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د بهرنيو چارو وزير يادو څرګندونو ته تردې دمه کوم ځواب نه دی ويلي

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې