
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی په خپل اېکس اکاونټ ليکلي: د افغانستان اوسنی حکومت بايد د پاکستان سره تړلې لارې بندې وساتي، ځکه پاکستان د باو.ر وړ نه دی او پاکستان سره يواځې د مالټو لپاره لارې خلاصول د افغان تجارانو سره لوی ظل.م دی. هغه يادونه کړې چې د ننګرهار ولايت مالټې زمونږ لپاره کفایت کوي.
الکوزي د پاکستان هغې ادعا ته چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه د بشري مرستو په خاطر د افغانستان سره لارې پرانيزی ويلي، پاکستان منافقت کوي او دا لومړی ځل نه دی، کله چې په افغانستان کې تازه میوې حاصل ته ورسېږي پاکستان لارې بندې کړي.
الکوزي يو ځای دا هم يادونه کړې چې د لارو خلاصون غوښتنه د پاکستان ده نه د ملګرو ملتونو او اوس بايد افغان حکومت لارې خلاصې نه کړي.
