
افغانستان نیوز۲۴: د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان په یوه اعلامیه کې ويلي چې د پاکستان پوځ مشر، عاصم منیر، قصداً د افغانستان سره تاوتریخوالی جوړوي څو ځان نړۍوال مج_اهد وښيي او د لوېدیځ ملاتړ ترلاسه کړي.
اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په تړاو لمبې بلول، د افغانانو ګواښل، د کډوالو ایستل او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو لړۍ د پاکستان دننه د ناl.منۍ او ترهګ_رۍ د زیاتېدو لامل شوې ده.
عمران خان وایي، دې پالیسو د تره_ګرۍ ناسور بې کنټروله کړی او هېواد یې د شخصي ګټو لپاره له ګواښ سره مخ کړی.
د اعلامیې بله برخه کې د عمران خان د بند شرایط یاد شوي، چې ادعا شوې مېرمن یې په جعلي قضیو کې بندي ده او له سخت فشار سره مخ ده.
هغه د پاکستان پوځ مشر، عاصم منیر، ته د ذهني ناروغ خطاب کړی او ویلي یې دي، د کمزورو اخلاقو له امله پاکستان کې قانون او اصول ټول پای ته رسېدلي او د هیچا اساسي انساني حقوق خوندي نه دي.
عمران خان همدا ډول يادونه کړې چې د محکمې د حکمونو سربېره د وکیلانو او کورنۍ سره د لیدنې مخه نیول شوې ده.
