
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان لپاره د لس زره مېګاواټه برښنا د تولید سترې پروژې د پلي کېدو په تړاو، نن په خپل دفتر کې د عزیزي شرکت د تخنیکي او اداري ټیمونو له مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې پکې د پروژې د پرمختګ تفصیلي راپورونه وړاندې شول.
د معلوماتو پر بنسټ، عزیزي شرکت د ۲۰۲۵ کال د اګست په دویمه نېټه، د افغانستان د حکومت په استازیتوب د اوبو او انرژۍ وزارت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی و، او ورپسې د پروژې د عملي پلي کېدو چارې په چټک او منظم ډول پیل شوې.
په تېرو څو میاشتو کې د تخنیکي ټیمونو لهخوا د ساحوي سروې ګانو لپاره د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره شوي، او ورسره د تدارکاتو ټیمونو د برښنا د تولیدي فابریکو د ماشینالاتو او اړوندو تجهیزاتو د برابرولو په هدف جرمني، هالنډ، اتریش، امریکا، چیلي او چین ته کاری سفرونه کړي دي، چې د مهمو پایلو له ترلاسه کولو وروسته بېرته راستانه شوي دي.
سرچینې وایي، په دې موده کې د شاوخوا پنځه زره مېګاواټه برښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوژي د بېلابېلو سرچینو څخه، په ځانګړي ډول د سکرو او لمریزې انرژۍ له لارې، د څه باندې پنځه میلیاردو ډالرو په ارزښت برابر شوي دي.
ټاکل شوې چې د دغو هڅو په دوام کې، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د پروژې د عملي پلي کېدو لومړنۍ پایلې په راتلونکو شپږو میاشتو کې څرګندې شي.
همدارنګه، د اوبو، طبیعي ګاز او باد له سرچینو څخه د برښنا د تولید لپاره د نورو تولیدي فابریکو د تدارک پروسه چې شاوخوا پنځه میلیارده ډالر ارزښت لري، د راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې به پر خپل مهالوېش مخ ته ولاړه شي.
