
افغانستان نیوز۲۴: د یکشنبې په شپه د هند په ګوا ايالت په یو سندريز پروګرام کې د اور لګېدو له امله پنځه ویشت کسان وژل شوي، چې څلور سیلانیان او ۱۴ کارکوونکي پکې شامل وو.
د ياد ایالت اعلی وزیر پرمود ساونت، چې سهار وختي یې د پیښې ځای ته سفر کړی و، وویل چې د ياد مرکز د مالک او عمومي مدیر په وړاندې قضیه ثبت شوې ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د وضعیت په اړه له ساونت سره خبرې کړې دي.
مودي په خپل اېکس اکاونټ ليکلي”د ګوا په ارپورا کې د اور لګېدو پیښه ژوره خواشینونکې ده. زما فکرونه د ټولو هغو کسانو سره دي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي. هیله ده چې ټپیان ژر تر ژره روغ شي،” .
