کورنړۍملګري ملتونو په وینزووېلا د امريکا بريد غیرقانوني وباله

ملګري ملتونو په وینزووېلا د امريکا بريد غیرقانوني وباله

افغانستان نيوز۲۴: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په ننۍ ناسته کې وویل چې هغه په ​​ژوره توګه اندیښمن دی چې په وینزووېلا کې د جنوري په دریمه نېټه د متحده ایالاتو د پوځي اقدام په اړه نړیوال قانون ته درناوی نه دی شوی.

ګوترېش زياته کړې”د نړیوالې سولې او امنیت ساتنه د ټولو غړو هېوادونو د منشور ټولو احکامو ته د عمل کولو دوامداره ژمنې پورې اړه لري.”

تېره ورځ ولسمشر ټرمپ بیا په وینزووېلا کړی بريد قانوني ياد کړی و.

بله خوا بيا د نړۍ يو شمېر هېوادونو لکه روسيه ، چين، شمالي کوریا او ایران له امريکا غوښتنه کړې چې د وینزووېلا ولسمشر او ښځه په بېړني ډول له بند څخه ازاد کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې