کورافغانستانحامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې...

حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر د مارچ اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغان ښځو د مبارزو او هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې ښځو د هېواد د پرمختګ او ودې په بېلابېلو پړاوونو کې د نارینه‌وو تر څنګ مهم رول لوبولی دی.

کرزي ویلي چې د ټولنې د اساسي اړتیاوو پوره کول او د هېواد راتلونکی پرمختګ د ښځو د فعال ګډون پرته ممکن نه دی. د هغه په وینا، ښځې باید په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه ولري څو افغانستان د خپلو بچیانو په وړتیاوو او استعدادونو تکیه وکړي او د پرمختګ او ځان بسیاینې پر لور حرکت وکړي.

نوموړي یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار او ټولنیز حضور زمینه برابره شي، څو هېواد د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګام واخلي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې