
افغانستان نيوز۲۴: میر یار بلوچ په خپلو تازه سیاسي څرګندونو کې یو ځل بیا ادعا کړې چې بلوچستان د پاکستان د خاورې برخه نه ده، بلکې یو جلا تاریخي، سیاسي او جغرافیایي هویت لري.
نوموړي ویلي چې د بلوچستان پر ځمکنۍ او ساحلي سیمو د واک موضوع د اوږدې مودې راهیسې د سختو سیاسي اختلافاتو، تاریخي شخړو او نه حل شویو کړکېچونو مرکز پاتې شوې ده. د هغه په وینا، د اوسني وضعیت جوړښت د محلي خلکو د ارادې او سیاسي حقونو بشپړ انعکاس نه دی.
هغه ټینګار کوي چې بلوچستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله په سیمه کې بېساری جیوپولیټیک اهمیت لري، او د عربي سمندر پر اوږدو ساحلي کرښو واک یې د راتلونکو اقتصادي او سمندري تحرکاتو لپاره حیاتي ارزښت لري.
میر یار بلوچ په خپلو څرګندونو کې دا هم ادعا کړې چې که بلوچستان ته بشپړ سیاسي او اداري اختیار ورکړل شي، نو دا سیمه کولی شي د نړیوالو تجارتي لارو، سمندري اقتصاد او سیمه ییز ترانزیت په برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.
مير يار بلوچ تیره ورځ دا هم ويلي وو چې ۶۰ ميليونه بلوچان د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.
