کورنړۍزلمی خلیل زاد: پاکستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له امریکا سره...

زلمی خلیل زاد: پاکستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له امریکا سره منافقانه سیاست کړی

REUTERS

افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که هغه راپورونه تایید شي چې پاکستان د ایران پوځي الوتکو ته خپلې هوايي اډې ورکړې دي، نو دا به د اسلام ‌آباد د هغه پخواني سیاست دوام وي چې په یوه وخت کې یې هم له امریکا سره همکاري کړې او هم یې د امریکا پر ضد اقدامات ترسره کړي دي.

خلیلزاد په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې لیکلي، پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې داسې سیاست غوره کړی چې له یوې خوا له واشنګټن سره د همکارۍ ژمنې کوي، خو له بلې خوا د امریکا د ګټو خلاف اقدامات ترسره کوي.

هغه د بېلګې په توګه ویلي چې پاکستان:

د اټومي وسلو د جوړولو په اړه امریکا ته ناسمې ژمنې ورکړې؛

له ۲۰۰۱ کال وروسته یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا سره همکاري کړې، خو په ورته وخت کې یې د امریکا مخالفو ډلو ته هم ملاتړ برابر کړی؛

او اسامه بن لادن یې د خپلې یوې پوځي اډې ترڅنګ پټ ساتلی و.

خلیلزاد ټینګار کړی چې که وروستي راپورونه سم وي، نو دا به د پاکستان د دوه‌ مخیز سیاست یو بل څرګند مثال وي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې