
افغانستان نیوز۲۴: پښتونخوا بنوں د ډومیل په سیمه کې د یوې لویې وسلوالې پېښې راپور ورکړل شوی، چې پکې د یوې ناقانونه ډلې وسله والو د بانک د پیسو لېږد موټر (کیش وین) باندې منظم برید کړی او د ۸ کروړه روپیو څخه زیاتې نغدې پیسې یې له ځان سره وړي دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، برید د پلان شوې لارې له مخې ترسره شوی، چې پکې بریدګرو د وسلې په زور د کیش وین عمله ودروله، هغوی یې یرغمل کړل او له موټر څخه یې نغدې پیسې واخیستې. ویل کېږي چې د پېښې پر مهال بریدګرو څلور کلاشینکوفونه او دوه تومانچې هم له ځایه وړي دي.
سرچینې زیاتوي چې لوټل شوې پیسې د پولیسومعاشات وو، چې د انتقال په جریان کې په هدف شوې دي. برید وروسته وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي او تر اوسه یې د نیولو په اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.
د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، د شواهدو راټولولو او لټون عملیات یې پیل کړي دي. چارواکي وایي چې د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي او د پېښې په اړه پلټنې دوام لري.
