کورنړۍبشري حقونو کمېسیون د پاکستان حکومت ته جدي خبرداری ورکړی

بشري حقونو کمېسیون د پاکستان حکومت ته جدي خبرداری ورکړی

افغانستان نیوز۲۴: د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (HRC  ) په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له حکومته یې غوښتي چې له لفظي غندنو او بیانونو وړاندې عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي.

دغه کمېسیون ویلي، د دواړو صوبو په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي پېښو زیاتوالی د عامو خلکو ژوند، عامه ځایونه او ټولنیز ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

HRCP ټینګار کړی چې حکومت باید د وضعیت د کنټرول لپاره داسې ګامونه پورته کړي چې د خلکو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا ضمانت ورکړي.

یاد کمېسیون زیاته کړې چې یوازې اعلامیې او رسمي څرګندونې د روانې ناامنۍ د مخنیوي لپاره کافي نه دي، بلکې اړتیا ده چې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره عملي تګلارې پلې شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې