کورنړۍد خیبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ د نیولو حکم صادر شو

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ د نیولو حکم صادر شو

افغانستان نيوز۲۴: د اسلام‌آباد د انسداد ترهګرۍ ځانګړې محکمې د اکتوبر د ۴مې د احتجاجونو او د یوه پولیس سرتېري د وژل کېدو د قضیې په تړاو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ د نیولو حکم صادر کړی دی.

د راپورونو له مخې، د انسداد ترهګرۍ محکمې قاضي طاهر عباس سپرا د نون تاڼې په اړوند ثبت شوې قضیه کې د اورېدنې پر مهال دغه پرېکړه کړې ده.

محکمې همدارنګه د پرله‌پسې نه حاضرېدو له امله د پاکستان تحریک انصاف یو شمېر مخکښ غړي، د پخواني اپوزیسیون مشر عمر ایوب، عامر مغل او حفیظ الرحمان په ګډون، اشتہاري ګرځولي دي.

یاده قضیه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د ۴مې نېټې له احتجاجونو سره تړاو لري، چې پر مهال یې د یوه پولیس سرتېري د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و. د قضیې په اړه قانوني بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې په راتلونکو اورېدنو کې نور پرمختګونه هم رامنځته شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان تحریک انصاف تر اوسه د محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې