
افغانستان نیوز۲۴: د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په خډکوچه سیمه کې د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۱۶مه، د وسلهوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي، چې له امله یې د کوټې ـ کراچۍ ملي لویه لار د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د پاکستاني ځواکونو یو کاروان د کوټې ـ کراچۍ پر مرکزي لویه لار د ګرو په سیمه کې تر برید لاندې راغلی. د راپورونو له مخې، په کاروان کې هغه پوځي سرتېري سپاره وو چې د رخصتۍ لپاره خپلو سیمو ته روان وو.
سرچینې وایي، د برید پر مهال څو بسونه او نورې وسایط، چې زغروال موټر هم پکې شامل وو، زیانمن شوي دي. د ځینو راپورونو له مخې، د کاروان له لسو بسونو څخه څو یې زیانمن شوي او پر ځینو نورو مستقیم برید شوی دی.
د ځینو سیمهییزو سرچینو او راپورونو له مخې، په نښتو کې د ۵۰ څخه د زیاتو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ادعا شوې ده، خو تر دې مهاله د پاکستاني چارواکو له خوا د دغې شمېرې رسمي تایید نه دی شوی او خپلواکو سرچینو هم دا ادعا نه ده تأیید کړې.
راپورونه زیاتوي چې سیمې ته د مرستندویه ځواکونو د رسېدو پر مهال هم د لویې لارې په ځینو برخو کې د نورو بریدونو ادعاوې شوې دي.
د مالوماتو له مخې، په سیمه کې نښتې د یو څه مودې لپاره روانې وې او امنیتي ځواکونه سیمې ته د اضافي ځواکونو د لېږد هڅې کوي. همدارنګه، د چورلکو د فعالیت راپورونه هم ورکړل شوي دي.
له بلې خوا، د مستونګ په نواب غوث بخش رئیساني میموریل روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی او د روغتون په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
تر اوسه د پېښې د تلفاتو او زیانونو په اړه رسمي او خپلواکه کره شمېره نه ده خپره شوې، او د لا زیاتو جزیاتو لپاره د چارواکو او باوري سرچینو معلوماتو ته انتظار کېږي.
