
لارا ټرمپ، د اونسې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوی، اریک ټرمپ، مېرمن ده، له دې وړاندې هم د فاکس نیوز سره د مرستیالې په توګه کار کړی و.
د فاکس نیوز چارواکو ویلي، لارا ټرمپ به په دې خپرونه کې سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزې موضوعګانې څېړي.
همدا راز نوموړې د جمهوري غوښتونکي ګوند ملاتړې ده او د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې د ډونالډ ټرمپ د کمپاین په برخه کې مهمه ونډه درلودله.
د لارا ټرمپ د دې نوې دندې اعلان د رسنیو او سیاستوالو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
د یادونې وړ ده چې ځینې دا د فاکس نیوز له لوري د ټرمپ د کورنۍ سره د نږدې اړیکو د دوام نښه بولي، خو ځینې نور یې د یوې تجربې لرونکې رسنیزې څېرې په توګه ستایي.