
افغانستان نيوز۲۴: د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د درې يو ورځنيو سياليو پيل لوبه کې انګلستان لوبډلې ته د څلور وېکټو په توپير ماته ورکړه.
دا سيالي نن پنجشنبه ، سلواغې ۱۸مه د هند په کوربهتوب نګپور لوبغالي کې وشوه.
انګلستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې سيالې لوبډلې ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه.
دې لوبډلې ته جوش بټلر ۵۲ او جاکوب بيتل ۵۱ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې.
سيالې هندۍ لوبډلې په ګټه راوېندرا جدېجا او هارشيترانا درې – درې وېکټې ترلاسه کړې.
هندوستان د انګلستان ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۹ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو لاسته راوړ.
هند ته په توپوهنه کې شوبمن ګېل ۸۷ او شرياس ايير ۵۹ منډې وکړې.
بل پلو په توپاچونه کې انګلستان ته ساکېب محمود او عادل رشيد دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
دا په داسې حال کې ده چې له دې سياليو وړاندې هندوستان ۴ پر ۱ پايلې سره انګلستان څخه د پنځو شل اوره سياليو لوبلړۍ هم ګټلې وه.
د دې پنځوس اوره لوبلړۍ دويمه لوبه به د روانې فبروري مياشتې په ۹مه نېټه په کټک لوبغالي کې ترسره شي.