
افغانستان نيوز۲۴: د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د پخواني نړیوال لوبغاړي او نامتو تېز بالر شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
کرکټ نړيوالې شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له لومړنیو مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د هېواد د کرکټ د نړیوال پرمختګ په برخه کې یې مهم رول لوبولی و.
د کرکټ نړیوالې شورا د مالوماتو له مخې، شاپور ځدراڼ د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو په عمر وفات شو.
د افغانستان کرکټ بورډ هم د نوموړي مړینه تایید کړې او هغه یې د افغان کرکټ له بنسټ اېښودونکو څېرو څخه بللی دی. کرکټ بورډ ویلي، د شاپور ځدراڼ ژمنتیا، هڅې او مینه د افغانستان کرکټ د ودې په لومړیو پړاوونو کې ارزښتناکه وه.
شاپور ځدراڼ له لسو کلونو ډېر د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ولوبېد. نوموړي په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۴۳ او په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۳۷ ویکټې ترلاسه کړې وې.
هغه د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام پر مهال د افغانستان په تاریخي بریا کې هم مهم رول درلود. نوموړي د سکاټلنډ پر وړاندې په بریالۍ لوبه کې د افغانستان لپاره د ګټونکو منډو په ترلاسه کولو کې ونډه واخیسته او په دغه نړیوال جام کې یې د لوبډلې لپاره ۱۰ ویکټې واخیستې.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له هغو لوبغاړو څخه و چې د هېواد د نړیوال مقام د ترلاسه کولو په لاره کې یې مهم خدمتونه ترسره کړل. هغه د افغانستان لپاره وروستۍ نړیواله لوبه په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کړه او په ۲۰۲۵ کال کې یې له مسلکي کرکټه استعفا وکړه.
د نوموړي خدمتونه او لاسته راوړنې به د افغان کرکټ په تاریخ کې تل د ویاړ په توګه یادېږي.
