کورافغانستانترکیه کې د افغانستان سفارت د کوربه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته...

ترکیه کې د افغانستان سفارت د کوربه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو

په انقرې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی دی چې د ط.lل_بlنو پرله پسې فشارونو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې په پایله کې دغه سفارت د کوربه هېواد بهرنیو چارو وزارت وسپارل شو.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د یو مشروع حکومت د نشتون په پایله کې دغه سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.

اعلامیه کې راغلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د جمهوریت له دورې پاتې سفیر او یو شمېر ډیپلوماتان له دندو ګوښه کړي.

بله خوا بيا طالبانو پورې اړوند کسانو ويلي چې په انقره کې د سفارت چارې په رسمي توګه دوی ته سپارل شوې دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې