کورافغانستانپه ۱۴۰۳ کال کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده

په ۱۴۰۳ کال کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده

افغانستان نيوز۲۴: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.

د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېره پنبه (۸۰ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څه‌باندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننگرهار ولایت کې څه باندې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر په‌کې شامليږي، په ۱۴۰۳کال کې په لومړي ځل د پنبې تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پنبه کرل شوې وه.
د سټلایټي انځورونو د تفسیر پر اساس روان کال په ۱۷ولایتونو کې پنبهکرل شوې وه، چې د تېر کال په پرتله په تر کښت لاندې ساحو کې ۱۲سلنه زیاتوالی ښيي، د دې معلوماتو له مخې په هلمند ولایت کې تر ټولو زیاته ساحه (۵۰ زره هکټاره) او کاپیسا کې تر ټولو کمه (۶۶ هکټاره) ساحه باندې پنبه کرل شوې وه.

پنبه د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانې له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې